کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت په کابل کې د داعش او حقاني شبکې د یوې ګډې هستې د له منځه وړلو خبر ورکړی

د صدای افغان خبری آژانس , 17 ثور 1399 ساعت 13:55

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د کابل شکردرې ولسوالۍ او د ښار یولسمه ناحیه کې د ځانګړو ځواکونو د څو عملیاتو په نتیجه کې د داعش او حقاني شبکې یوه ګډه هسته له منځه وړل شوې ده.


ملي امنیت نن چهارشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي دغه هسته چې د داعش د یوه مشر ثناالله او د حقاني شبکې د ښاري همغږي کوونکي له خوا یې مشري کیدله، لاندې بریدونه یې ترسره کړي و:
ارګ کې د لوړې مراسمو باندې راکټیز برید
کابل کې د سیکانو درمسال باندې خونړی برید
د عبدالعلي مزاري تلین مراسمو باندې برید
او بګرام هوایي اډې باندې دوه راکټي بریدونه
په اعلامیه کې راغلي چې دغې ترهګریزې هستې په کابل کې هدفي وژنې هم کولې.
په دې عملیاتو کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي او اته نور یې ژوندي نیول شوي دي.
په پورته یاد شوو بریدونو کې لسګونه بې ګنا ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 209398

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209398/ملي-امنیت-په-کابل-کې-د-داعش-او-حقاني-شبکې-یوې-ګډې-هستې-له-منځه-وړلو-خبر-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com