کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوال بانک له‌خوا د افغانستان لپاره ۴۰۰ میلیون ډالري کڅوړه

د صدای افغان خبری آژانس , 17 ثور 1399 ساعت 13:56

ټاکل شوې چې د افغانستان ۴۰۰ میلیونه‌ ډالري تشویقې کڅوړه د منظورۍ لپاره د نړیوال بانک اجرائيوي بورډ ته وسپارل شي.


د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي وايي، د نړیوال بانک له لوري د دغه تشویقي کڅوړې په تصویب سره افغانستان کولای شي چې د اصلاحي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ٢٠٠ میلیونه ډالر ترلاسه کړي.
نوموړي وویل چې د مالیې وزارت مالي مرستیال په دې تړاو د نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایي پروګرامونو او اسلامي پراختیایي بانک له استازو سره د یوې ناستې پر مهال خبرې کړې دي.
ښاغلی مسجدی وایي، په دې ناسته کې د نړیوال بانک مسؤلینو ویلي چې خپلې ټولې پروژې او پروګرامونه‌یې ارزولي او اړین پروګرامونه‌یې په پام کې نیولي دي.
د یادونې ده چې افغان حکومت ۴۰۰ میلیونه ډالره تشویقي کڅوړه د اصلاحاتو او د ٢٠٢٠ کال د ریفورمونو د تطبیق له امله په تشویقي ډول ترلاسه کړي چې د ملي بودجې له طریقه به لګول کېږي.

 


د مطلب کود: 209399

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209399/د-نړیوال-بانک-له-خوا-افغانستان-لپاره-۴۰۰-میلیون-ډالري-کڅوړه

آوا
  https://www.avapress.com