کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو

د صدای افغان خبری آژانس , 17 ثور 1399 ساعت 13:53

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو.


د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح خبریالانو ته وویل، دوی تېرو ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۱۶۸ تازه پېښې ثبت کړې دي.
د ښاغلي مجروح په خبره د ټولو اخته شویو کسانو له ډلې څه باندې ۴۵۰ کسان بېرته روغ شوي دي او دا مهال دوی د کرونا ویروس ۲،۸۳۵ فعالې پېښې لري.
تر اوسه ۱۰۴ افغانانو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د مطلب کود: 209401

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209401/افغانستان-کې-د-کرونا-ویروس-مثبتو-پېښو-شمېر-۳-۳۹۲-ته-پورته-شو

آوا
  https://www.avapress.com