کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس؛ نورستان کې لومړنۍ پېښه، ټولې مثبتې پېښې ۳۳۹۲ شوي

17 ثور 1399 ساعت 14:39

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وېروس ۷۰۱ مشکوکې پېښې ثبت کړې چې ۱۶۸ یې مثبتې وې. په دې سره په ټول هېواد کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۹۲ تنو ته لوړ شو او ۱۰۴ کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن د چارشنې په ورځ (مې ۶/غويی ۱۷)وویل، له ۱۶۸ مثبتو پېښو کابل کې ۶۷، په هرات کې ۳۲، کندهار کې ۱۴، پکتیا او بلخ هر یوه کې څلور څلور، ننګرهار کې ۱۱، لوګر کې ۸، لغمان کې ۹، هلمند او سمنګان کې یوه-یوه مثبته پېښه، په بغلان کې ۴، فاریاب کې ۹، کونړ کې ۲، دایکندي او نورستان کې یوه- یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.



دی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ-۱۹ له امله ۹ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه ترې جوړ شوي دي.
ښاغلي مجروح زیاته کړه تر اوسه ۱۳۷۷۹ مشکوکې پېښې د افغانستان په لابراتوارونو کې معاینه شوې دي.
هاخوا د قطر د الغرافه خیریه بنسټ د عامې روغتیا له وزارت سره په روغتیايي چارو کې مرسته وکړه.
د عامې روغتیا مرستیال وویل چې د دې مرستو ډېره برخه به په فراه ولایت کې ولګول شي چې د ده په ټکو به هلته یو مجهز روغتون جوړ شي او ورپسې به د کابل په افغان-جاپان روغتون کې د روغتیايي چارو د ودې لپاره وکارول شي:
"د افغانستان دولت د قطر او د الغرافه خیریه بنسټ څخه د دې مرستو مننه کوي او د دې هېواد په څېر له نورو هېوادونو هم هیله لري چې په دې حساسو شرایطو کې د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې په پار خپلې مرستې لا زیاتې کړي."
د ډاکټرانو تنخا
بل خوا په تخار ولایت کې ډاکټرانو له دوو ورځو را هیسې کاربندیز یا اعتصاب کړی، دوی وايي له شپږو میاشتو راهیسې یې تنخا او اضافه کاري نه ده اخیستې.
 


د مطلب کود: 209414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209414/کورونا-وېروس-نورستان-کې-لومړنۍ-پېښه-ټولې-مثبتې-پېښې-۳۳۹۲-شوي

آوا
  https://www.avapress.com