کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر ۲۰۷۰ کال به تر ۳ میلیاردو ډېر خلک د نه اوسېدو وړ سیمو کې ژوند کوي

17 ثور 1399 ساعت 14:40



نوې څېړنه وايي، پر ۲۰۷۰ کال به له درې میلیاردو ډېر خلک په داسې سیمو کې اوسېږي چې د تودوخې له پلوه به "نږدې د اوسېدو وړ" نه وي.
د دې څېړنې له مخې که شین کوریز ګاز خپرېدل کم نه شي، ډېر خلک به ورځني ژوند کې له ۲۹ سانتي ګراد درجې ډېرې تودوخې سره مخ شي.
دا د اقلیم له محدودې وتلې سیمه ګڼل کېږي چې له تېرو ۶۰۰۰ کلونو پکې انسانانو وده کړې ده.
د دې څېړنې یو لیکوال ټایم لېنټن له بي بي سي سره خبرو کې وايي: هیله ده چې دا څېړنه به اقلیمي بدلونونه یو څه ډېر له انساني شرایطو سره برابر کړي.
دې څېړنه کې د وګړو د زیاتېدو په هکله د ملګرو ملتونو له وړاندوینو او د تودوخي نړیوال زیاتېدو په هکله د درې سانتي ګراد اټکلي ګرمېدو سناریو له مخې مواد کارول شوي دي.
د ملګرو ملتونو رپوټ وایي، د پاریس تودوخې تړون باندې د هېوادونو له درېدو سره سره نړۍ کې تودوخه هر کال درې سانتي ګراد درجې زیاتېږي.
د څېړنې له مخې، وګړي د ځمکې په نریو اقلیمي پټو متمرکز دي، په داسې ډول چې ډېر خلک په داسې ځایونو کې استوګن دي چې منځنۍ تودوخه یې د ۱۱-۱۵ سانتي ګراد درجې ترمنځ ده.
‌ډېر کم خلک هم په داسې سیمو کې اوسېږي چې منځنۍ تودوخه یې د ۲۰-۲۵ سانتي ګراد درجو ترمنځ ده.
 


د مطلب کود: 209415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209415/پر-۲۰۷۰-کال-تر-۳-میلیاردو-ډېر-خلک-د-نه-اوسېدو-وړ-سیمو-کې-ژوند-کوي

آوا
  https://www.avapress.com