خوښ ديک ۰

تورخم دروازه بیا ایسارو افغانانو ته پرانیستل شوه

په ننګرهار او تورخم کې ځايي چارواکي وايي، تورخم دروازه د چار شنبې په سهار له ډیورنډ کرښې پورې غاړه ایسارو افغانانو ته د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل، د را اوښتونکو افغانانو لپاره تورخم کې امنیتي او روغتیايي تیاری شوی دی. له تېرو څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې انځورونو ښودله چې لنډي کوتل کې لسګونه افغانان خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي.
تورخم دروازه بیا ایسارو افغانانو ته پرانیستل شوه

پرون په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل خپل ټوېټر کې ولیکل، چې د یوې ورځې لپاره به بیا تورخم د افغانانو لپاره پرانیستی وي:
"سبا اول سهار(چارشنبه) د مې د میاشتې په ۶ به د تورخم لار د افغان مساپرو پرمخ د څو ساعتونو لپاره پرانیستې وي".
خو عطاالله خوګیاڼی وايي،د هوکړې له مخې به دا لار د شپې تر نهو بجو پرانیستې وي: "خو که د هغې خوا چارواکي په دې ژمنه وفا وکړي".
د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل تمه ښيي چې له دې وروسته اونۍ کې دا لار د یوې ورځې لپاره د ایسارو افغانانو لپاره پرانیستل شي.
 
چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود: 209417 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *