دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 209419

د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د یو شمېر افغان مسافرو د شکنجې او په سیند کې د هغوی د لاهو کولو خبرونه ورکړل شول، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایراني ځواکونو دا کړنه یو بشر ضد کار وباله او د پېښې په تړاو یې د څېړنو له پیل کېدو هرکلی وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دې څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي « ایران له افغانستان سره غښتلې اړیکې لري او د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو کې يې هڅه کړې؛  هغه څه چې په هرات ولایت کې پېښ شوي، دردوونکي دي؛ خو د امریکا له لوري دا ډول تورونه یو تاریخي طنز ته پاتې کېږي.»
وړاندې زیاته شوې « د امریکا حکومت په افغانستان کې يو جنګي مجرم او د ترورستانو تمویلوونکی دی.»
 
https://avapress.com/vdca6onuo49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته