دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 209438
د قطر هيواد له لوري له روغتيا وزارت سره د يو ميليون او درې سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د روغتيايي توکو او تجهيزاتو مرسته وشوه
دغه روغتيايي او ضروري توکي او تجهیزات د قطر هيواد‌ له لوري د ( الغرافه الشيخ علي بن عبدالله بن ثاني آل ثاني) خيريه بنسټ په واسطه له افغان دولت سره مرسته شوې ده چې نن رسمآ روغتيا وزارت ته تسليم شول •
دغه طبي او روغتيايي توکي او تجهيزات چې عبارت له 5 پايې پي سي آر ماشينونه, 7 پايې ونتلاتور ماشينونه, 6 پايي د اکسيجن ماشينونه, 10 پايي د سکشن ماشينونه , يوه پايه د اکسرې ماشين, پي پي کيټ او تشخيصيه کېټونه, او لسګونه قلمه نور روغتيایی توکي چې د کرونا سره د مبارزې او ضروري موادو څخه دي شامل دي •
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو برخې معين ډاکټر وحيد "مجروح" د حکومت او افغان ولس په استازولۍ د قطر هېواد له بشردوستانه مرستو مننه او قدرداني وکړه , او دغه مرستې یې په اوسنیو شرايطو کې له روغتيا وزارت سره اساسي اړتيا وبلله •
ښاغلی "مجروح" هغې ناستې ته چې په دغه مناسبت جوړه شوې وه وويل 《 په هيواد کې د کرونا ناروغي له پيله افغان دولت يواځينی ملاتړی ده چې ټولې منابع او امکانات یې روغتيايي سکتور ته سپارلي وو , او دغه نوښت ددې سبب شو چې د قطر هېواد په شمول ګڼو هيوادونو د روغتيا وزارت سره مرستو ته تشويق شوي دي •
ډاکټر "مجروح" قطر هيواد د افغان سولې, او نن یې په هيواد‌ کې د روغتيايي سیستم د لاتقويت او کرونا سره د‌مبارزې په برخه کې قوي ملاتړی هيواد ياد کړ او ويي ويل چې عامې روغتيا وزات به د قطر له لوري دغه مرسته شوي توکي په فراه , نيروز او دېته ورته نورو لرې پرتو ولايتونو کې دټيسټونو د چتک تشخيص او روغتيايي برخو کې د ظرفيت لوړونې , او همدارنګه د افغان جاپان او نورو روغتونونو د ناروغانو تدواي او دغه راز بسترو ناروغانو ته د دواګانو برابرولو په برخه کې ورڅخه استفاده وشي •
له بل طرفه په افغانستان کې د الغرافه خيريه بنسټ مسؤل ښاغلي شاهد جواد الرخه کرونا ناروغي دانسانانو لپاره يوه نړيواله ننګوونه بللې او د دوی له اړخه د شويو مرستو موخه یې په افغانستان کې د کرونا سره د مبارزې لپاره ګڼي , او په راتلونکي کې يې د خپل هيواد‌له ادرسه له افغانستان سره د لازياتو مرستو خبر ورکړ •

شونې ده چې د قطر هيواد په راتلونکي کې د افغانستان په فراه ولايت کې يو مجهز روغتون جوړ کړي , چې عامې روغتيا وزارت په دغې برخه کې له دغه هيواد سره د لازياتو اسانتياوو برابرولو لپاره خپله اماده ګي ښودلې ده •
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbf9b5wrhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته