دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 209439
خلیلزاد بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره سیمې ته سفر پیل کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره سیمې ته سفر پیل کړی.
د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین ویلي خلیلزا په قطر کې د دوی له استازو سره د بندیاتو پر خوشې کیدو، د بین الافغاني خبر پیلیدو او د توافق عملي کیدو پرسر خبرې کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې خلیلزاد به په دې سفر کې پر قطر سربیره، هند او پاکستان ته هم سفر وکړي.
نوموړی به په دې سفر کې له هندي او پاکستاني چارواکو سره د سولې پروسې او له طالبانو او قطري چارواکو سره د سولې هوکړې پر پلي کیدو خبرې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcc1oqio2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته