د دغې ادارې ویاند رامین ایاز “هشت صبح” ورځپاڼې ته ویلي، چې یاد توکي درې ورځې وړاندې هېواد ته رسېدلي، او د عامې روغتیا وزارت ته یې سپارلي دي.
د ملي تدارکاتو ادارې ویاند رامین ایاز ویلي، چې اخیستل شوي توکې ۲۵ ټُنه وزن لري، چې پکې ګن شمېر طبي وسایل لکه: محافظتي جامعې، ماسک، لاسمغالي، طبي عینکې او داسې نور اړین توکې شامل دي.
د نوموړي په خبره تر راتلونکو دوو اونی کې به له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د طبي توکو بل جوپه چې ( سي ټي اسکن، التراسونډ او ډیفیبریلاتور ) پکې شامل دي، هېواد ته راورسېږي.
افغانستان کې اوس مهال ټولټال درې زره او ۳۹۲ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له همدې شمېر څخه ۱۰۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، اوتر ۴۰۰ ډېر کسان بېرته له یاد ویروس څخه رغېدلي دي.
د هېواد یو شمېر ولایتونو کې کله – کله د کرونا ویروس د تشخیص مرکزونه د طبي توکو له کمښت سره مخېږي، چې دا اخیستل شوي توکي به تر یوې کچې دا ستونزې هوارې کړي.
هېواد کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو دی، خو عامې روغتیا وزارت وايي، که راتلونکو څو اونیو کې ولس ورسره همکاري وکړي، او د دوی لخوا ورکړل شوې روغتیايي لارښونو باندې عمل وکړي، له خپلو مینو پرته له اړتیا ونه وځي، نو افغانستان به له کرونا ویروس سره د مبارزې برخه د سیمه په کچه بریالی هېواد وبلل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس