دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 209455
د کابل حکومت اړوند ملي امنیت ریاست ادعا وکړه، چې په کابل کې یې د داعش ډلې او د طالبانو اړوند «حقاني شبکې» ګډه هسته له منځه وړې؛ طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې دوی داعش ډله له هیواده ورکه کړې او له هغوی سره هيڅ ګډ مرکز نلري.


ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ثناءالله په مشرۍ دې ګډې هستې د اشرف غني د لوړې پر مراسمو، کابل کې د هندوانو پر درمسال او د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو باندې ترسره شویو بریدونو کې لاس درلود.
طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» د ملي امنیت دې ادعاء ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي «مزدور دښمن ادعا کړی چې دکابل په ۱۷ ناحیه کې يې د داعش او اسلامي امارت دمجاهدینو مشترک مرکز له منځه وړی.موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، موږ له داعش سره هيڅ ډول مشترک مرکز نه لرو، له هغوی سره مو درنې جګړې کړي او له هیواده مو ورک کړي دي.»
د مجاهد په خبره «له داعش سره د کابل اداره مشترکات لري.»
 
https://avapress.com/vdcamonum49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته