دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 209457
د افغانستان د بیا رغونې له پروژو د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) وايي، امریکا پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه د سولې تړون څخه سرغړونه، نه بولي. سیګار په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مشخص بریدونه له موافقې سرغړونه نه ګڼي. د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ تړون طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو له ټولو بریدونو نه منع کوي او نه هم متحد ایالتونه د افغان ځواکونو په دفاع کې له عمل څخه راګرځوي.» سیګار همدا راز ویلي، طالبانو د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په ائتلافي ځواکونو بریدونه، نه دي کړي.

د افغانستان د بیا رغونې له پروژو د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) وايي، چې د غوڅ ملاتړ د معلوماتو له مخې د توافقنامې له لاسلیک وروسته طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه له فصلي اړخه خورا ډیر کړي دي: «طالبانو د مارچ له لومړۍ څخه تر ۳۱ پورې په ائتلافي ځواکونو له بریدونو ډډه کړې؛ خو د قاطع ملاتړ ماموریت د معلوماتو له مخې په دې موده کې یې پر افغان ملي امنیتي ځواکونو بریدونه له فصلي مقیاس څخه ډیر کړي دي. طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ کې تاوتریخوالی په تاریخي ډول کم کړی ؤ؛ خو تر هغې سمدستي وروسته یې د افغان ملي امنیتي ځواکونو خلاف بریدونه پیل کړل.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې مهال پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه له تړون څخه مخالفت نه بولي، چې تیره اونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر طالبانو ته په یو اخطاریه پیغام کې ویلي ؤ، که د افغان ځواکونو پرضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي ددوی له غبرګون سره به مخ شي؛ خو هغه مهال طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د میلر څرګندونې غیر مسئولانه او د سولې ضد وبللې.
 
https://avapress.com/vdccpoqim2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته