دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 209459
وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې ددوی لخوا د سړک ویجاړولو حکومتي ادعاء رد کړې او دا یې تش تبلیغات بللي دي. تردې وړاندې په کندهار کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر ادعا کړې وه، چې وسله والو طالبانو د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ په کوپکي سیمه کې ۳ کیلومتره پوخ سړک ویجاړ کړی او وروسته د میوند قول اردو د انجینري ټیم لخوا بیرته رغول شوی دی، کوم ادعاء چې طالبان یې بې بنسټه بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه په دې هکله داسې غبرګون ښودلی دی: «د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ۳ کیلومتره سړک د اړولو راپورونه حقیقت نه لري.»
نوموړي دغه راز ویلي، چې د نادعلي ولسوالۍ  په یاده سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښه ده، ځکه دوی د سړک په ځینو برخو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د کاروانونو  په وړاندې ماینونه خښ کړي دي: «یاده سیمه د جګړې کرښه ده، هلته د دښمن د تحرکاتو په وړاندې مایونونه ځای پرځای شوي، چې طبعا د سړک ځينې ځایونه به يې خراب کړي وي، مګر د سړک د اړولو راپورونه د دښمن پروپاګند دی، موږ يې ردوو.»
وسله وال طالبان په داسې مهال د سړکونو ویجاړولو په هکله حکومتي تورونه ردوي، چې د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون تیرکال د هېواد په مختلفو سیمو کې خلکو ته د آسانتیا په موخه سلګونه کیلومتره سړکونه خام او پاخه رغولي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.
 
https://avapress.com/vdceno8wojh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته