کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وکیلان: د تیلو مافیا د خپل کاروبار په خاطر د برېښنا ستنې ویجاړوي

18 ثور 1399 ساعت 11:14

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي چې د تیلو مافیا د برېښنا ستنو ړنګولو او ددې شرکت کارکوونکو باندې ترسره شویو بریدونو کې لاس لري.
ویل کیږي، چې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا په قطع کېدو سره دوه سب ستيشنونه حرارتي برق توليدوي او برېښنا شرکت مجبورېږي چې د حراراتي برېښنا تولید لپاره تيل وپیري.



په ورته مهال د برېښنا شرکت مسؤولین د برېښنا تاسیساتو او کارکوونکو پر وړاندې هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او امنیتي ارګانونه باید د برېښنا کارکوونکو او سیستم خوندیتوب په برخه کې کوټلي اقدامات ترسره کړي.
برېښنا شرکت وایي، چې تېره یوه میاشت کې پنځه ځلې د برېښنا پر ستنو بریدونه شوي، چې د دوی ۸ کارکوونکي ټپیان شوي او د پروان حوزې برېښنا مرستیال وژل شوی دی.
د برېښنا شرکت تاسیسات او کارکوونکي د پرلپسې هدفي بریدونو سره مخامخ دي، چې د برېښنا سیستم خوندیتوب په تړاو یې اندېښنې ډېرې کړې دي.
د ولسي جرګې ځیني غړي باور ښيي چې د تیلو مافیا د برېښنا ستنو ویجاړولو او د برېښنا کارکوونکو باندې شویو بریدونو کې دخیله ده او دا کړۍ هڅه کوي چې د برېښنا سیستم مشکلاتو سره د مخامخ کولو له لارې خپل کار و بار پرمخ بوځي او تیل پر خلکو وپلوري.
که څه هم د کابل ښار اطرافو کې د برېښنا ستنو ویجاړولو لومړۍ پېښې سره همهاله کورنیو چارو وزارت ددې پېښې پړه پر طالبانو واچوله؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ددغو تورنو ردولو ترڅنګ وايي، چې د برېښنا ستنو نړول او په کار کوونکو یې بریدونه دده په خبره د «کابل ادارې» خپلمنځي اختلافاتو پایله ده. نوموړی زیاتوي، طالبان د برېښنا شرکت او ستنو سره یې هیڅ ډول ستونزه نه لري.
 


د مطلب کود: 209460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209460/وکیلان-د-تیلو-مافیا-خپل-کاروبار-په-خاطر-برېښنا-ستنې-ویجاړوي

آوا
  https://www.avapress.com