کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد د قطر، هند او پاکستان په سفر وتلی

18 ثور 1399 ساعت 11:15

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د افغان سولې د هڅو په لړ کې د قطر، هند او پاکستان په سفر وتلی.
د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد د رواني میلادي میاشتې په پنځمه نېټه قطر ته تللی او له هغه ځایه به نوي دهلي او بیا اسلام اباد ته ولاړ شي.



خبرپاڼه کې راغلي « خلیلزاد به په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د هوکړې په بشپړ پلي کېدو وغږيږي، دهلي کې  به د افغان پایداره سولې په پروسه کې د هند د رول په اهمیت خبرې وکړي او  اسلام اباد کې به هم د افغانستان د سولې په اړه بحثونه وکړي.»
د خبرپاڼې په بنسټ، نوموړی به د خپل سفر په دوران کې د جګړې د شدت د کموالي په اړتیا او د بین الافغاني مذاکراتو په ژر پیل ټینګار وکړي او ټول لوري به راوبولي، چې د کرونا وبا په مهال افغانستان ته لاس ورکړي.
خلیلزاد داسې مهال له طالب استازو سره د هوکړې په بشپړ پلي کېدو غږېږي، چې له طالبانو سره د کړو ژمنو په عملي کېدو د امریکا پاتې راتګ طالبان اندېښمن کړي او په بیا، بیا یې د دوحې د توافق  دعملي کېدو او د امریکا  د مسئولانه چلند غږ کړی.
امریکا له طالبانو سره په کړې هوکړه کې ژمنتیا ښودلې، چې تر توافق وروسته به په لسو ورځو کې دننه پنځه زره طالب زندانیان خلاصوي او تر هغه وروسته به طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته کېني، خو د میاشتو په تېرېدو لا هم تر دې دمه تر زرو کم طالب زندانیان خلاص شوي او بین الافغاني مذاکرات هم له یوه مبهم برخلیک سره مخ دي.
طالبان وایي، د پنځه زره بندیانو له خلاصون وړاندې بین الافغاني خبرې پيلېدای نشي، خو حکومت بیا د پنځلس سوه  بندیانو په خلاصون ټینګار کوي، او تر څنګ یې هیله لري، چې طالبان به د همدې اندازه بندیانو له خلاصون سره هم مهاله له دوی سره مخامخ خبرو ته کېني.
ددې تر څنګ د هیواد په ګڼو ولایتونو کې بهرنیو عسکرو د دولتي ځواکونو په ملتیا په ګڼو ولایتونو کې نظامي عملیات کړي او ملکي وګړو او طالبانو ته یې تلفات اړولي.
څه موده وړاندې هم طالبانو په قطر کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» او خلیلزاد ته هغه لست په مېز کېښود، چې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو جزئیات او تلفات پکې راټول و او طالبانو ادعا لرله، چې شوي بریدونه د توافق خلاف ترسره شوي؛ خو تر هغه وروسته بیا هم په ځینو ولایتونو کې ورته عملیات تکرار شول.
طالبان وایي، له امریکايي لوري سره کړي توافق ته ژمن دي، تر خپله وسه یې له ماتېدلو مخه نیسي او د افغانستان د لانجې د حل لپاره یې یوه غوره تګلاره بولي.
 


د مطلب کود: 209461

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209461/زلمی-خلیلزاد-د-قطر-هند-او-پاکستان-په-سفر-وتلی

آوا
  https://www.avapress.com