د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د چهارشنبې په ورځ (۱۷ غوايي) د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي او ډاکټر زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي د کوربه هېواد(قطر) د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر مطلق القحطاني په مخکې ناسته ترسره کړه: «د ا. ا. امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادرآخند او ورسره ټیم یې د ډاکتر خلیلزاد او د هغه مل ټیم سره پداسې حال کې وکتل چې دقطر هیواد د خارجه وزیر خاص استازي ډاکتر مطلق القحطاني هم حضور درلود.»
نوموړی زیاتوي، په دغه ناسته کې دواړو غاړو د طالبانو او مریکا ترمنځ د سولې تړون بشپړ تطبیق او بندیانو د چټک خلاصون په اړه خبرې اترې کړي دي: «پدې غونډه کې د بندیانو په چټک خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او دموافقتنامي د بشپړ تطبیق په هکله تفصیلي خبرې وشوې.»
زلمی خلیلزاد او طالبان په داسې مهال دوحه کې له طالب استازو سره د سولې تړون بشپړ تطبیق له مخې د بندیانو چټک خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو پیل باندې ټینګار کوي، چې له نسبتا اوږده ځنډ وروسته له څو ورځو راهیسې افغان دولت او طالبانو یو د بل بندیانو خوشې کولو باندې پیل کړی او ددې پروسې د دوام خبر یې ورکړی دی.
ټاکل شوې ده، چې ښاغلی زلمی خلیلزاد به له خپل پلاوي سره یوځای د هندوستان او پاکستان ته سفر وکړي او هلته د دواړو هېوادونو له مشرانو سره په افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې اترې ترسره کړي.