کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران سیند ته د افغان کډوالو اچول بیا سخت درواغ وبلل

18 ثور 1399 ساعت 11:23

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا دا ادعا سخت درواغ بولي چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو ځینې افغان کډوال افغانستان ته د ستېندو لپاره پر هریردو سیند اوښتلو ته اړ کړل.
خو د دغه وزارت ویاند عباس موسوي وايي، بیا هم ایران د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته رسمي اطلاع ور کړې چې د دې ادعا ارزولو لپاره همکارۍ ته تیار دی.


 ښاغلي موسوي له ایران سره پوله کې د ځینې افغان کډوالو د پېښې په هکله وویل: "لکه مخکې چې زموږ د هېواد چارواکو ویلي، دا خبر سخت درواغ بولو چې ایراني پوله ساتو ځینې افغان وګړي افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر هریرود اوښتو ته اړ کړي دي".
هغه زیاته کړه: "ایران له موضوع سره تړاو نه لري، خو بیا هم د افغان چارواکو غوښتنې ته په پام دغه وزارت د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب او ښه نیت د اصولو له مخې او د ورورولۍ اړیکو په دلیل په رسمي یاداښت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د تهران سفارت ته ویلي چې ایران د دې ادعاوو د ارزولو لپاره ګډې همکارۍ ته تیار دی".
څو ورځې مخکې د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون د دې پېښې په تړاو یوه رپوټ کې وویل:
"له ځايي چارواکو او بچ شویو کسانو سره د خبرو له مخې، د غوايي پر ۱۲ نېټه د ایران امنیتي ځواکونو ځینې افغان کډوال چې د کار په لټه ایران ته اوښتل له ایران سر پر پوله د هرات د ګلران ولسوالۍ په کارېز الیاس سیمه کې ونیول او له وهلو ټکولو او شکنجې وروسته یې پر هریرود اوښتو ته اړ کړل چې په نتیجه کې یو شمېر ډوب شول او ځینې بچ شول".
له دې مخکې ښاغلي موسوي ویلي و چې دا پېښه د افغانستان خاوره کې شوې ده او د ایران پوله ساتي په دې تړاو د ایران خاوره کې هر ډول پېښه ردوي.
د یکشنبې په ورځ پخپله د ایران سرحدي ځواکونو دا رپوټونه رد کړل.
 


د مطلب کود: 209464

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209464/ایران-سیند-ته-د-افغان-کډوالو-اچول-بیا-سخت-درواغ-وبلل

آوا
  https://www.avapress.com