کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انټرپول ۱۹ زره غلا شوي پخواني هنري اثار نیولي

18 ثور 1399 ساعت 13:45

نړیوال پولیس یا انټرپول د ۱۹ زره غلا شویو پخوانیو هنري اثارو د نیولو خبر ورکړ.


په دې کې د افغانستان ۹۷۱ کلتوري اثار هم شته او د کابل په هوایي ډګر کې هغه مهال نیول شوي چې د ترکیې استانبول ښار ته قاچاق کېدل.
انټرپول د چهارشنبې په ورځ وویل دا اثار په ۱۰۳ جګړه‌ځپلو هېوادونو، موزیمونو او نورو لرغونو سیمو کې د قاچاق وړونکو ډلو پر ضد د یادو پولیسو د پراخو عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي دي.
د پولیسو په خبره دا عملیات د تېر میلادي کال په دوهمه نیمایي کې شوي وو، خو د عملیاتي دلایلو له کبله نه‌وو افشا شوي.
انټرپول وایي د دغو اثارو د قاچاق په تړاو ۱۰۱ کسان هم نیول شوي دي.
په موندل شویو اثارو کې د بېلابېلو دورو سکې، لرغوني اثار، ګاڼې، تاریخي وسلې، انځورونه او فوسیلونه شامل دي.
د نړیوالو پولیسو مشر «Juergen Stock» ویلي چې تنظیم شوي جرمونه څو مخه لري چې د لرغونو او کلتوري اثارو قاچاق‌یې یو مخ دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 209475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209475/انټرپول-۱۹-زره-غلا-شوي-پخواني-هنري-اثار-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com