کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد کې د کرونا ویروس ۱۷۱ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

د صدای افغان خبری آژانس , 18 ثور 1399 ساعت 13:51

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


د یاد وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶۳ تنو ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې تېره شپه ورځ کې په کووید نوولس ناروغۍ دوه اخته کسان مړه شوي او اته روغ شوي هم دي.
په همدې حال کې د هرات ولایت د عامې روغتیا مسوولینو هم تېرو ۲۴ ساعتونو کې یاد ولایت کې د کرونا ویروس د ۴۵ مثبتو پېښو خبر ورکړ او کندهار کې هم ۱۶پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره روغتیايي تابیاوې په پام کې ونیسي، ځکه هېواد کې دغه ویروس د پراختیا په حال کې دی.


د مطلب کود: 209478

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209478/هېواد-کې-د-کرونا-ویروس-۱۷۱-تازه-مثبتې-پېښې-ثبت-شوې

آوا
  https://www.avapress.com