د یاد وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶۳ تنو ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې تېره شپه ورځ کې په کووید نوولس ناروغۍ دوه اخته کسان مړه شوي او اته روغ شوي هم دي.
په همدې حال کې د هرات ولایت د عامې روغتیا مسوولینو هم تېرو ۲۴ ساعتونو کې یاد ولایت کې د کرونا ویروس د ۴۵ مثبتو پېښو خبر ورکړ او کندهار کې هم ۱۶پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره روغتیايي تابیاوې په پام کې ونیسي، ځکه هېواد کې دغه ویروس د پراختیا په حال کې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس