کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونېسف: د کرونا ویروس له اعلان وروسته به ۱۱۶ میلیونه ماشومان وزېږېږي

د صدای افغان خبری آژانس , 18 ثور 1399 ساعت 14:02

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ویلي د 'کووېډ-۱۹' وبا له اعلان څخه وروسته په ۹ میاشتو کې به په ټوله نړۍ کې ۱۱۶ میلیونه ماشومان وزېږېږي.


له دې ډلې یو میلیون ماشومان به په افغانستان کې دې نړۍ ته سترګې پرانیزي.
یونېسف په دې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په خاطر به امېندوارې ښځې او نوي زېږېدونکي ماشومان له ستونزو سره مخ وي.
په اعلامیه کې له دولتونو او تمویلوونکو ادارو غوښتل شوي چې امېندوارو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره بېړني روغتیايي خدمتونه تأمین کړي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ویلي لا نه‌ده معلومه چې کرونا ویروس له امېندوارې مور ماشوم ته انتقالېږي که نه، خو اړتیا یې ده چې په دې وخت کې د امېندوارو ښځو جدي مراقبت وشي.


د مطلب کود: 209481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209481/یونېسف-د-کرونا-ویروس-له-اعلان-وروسته-۱۱۶-میلیونه-ماشومان-وزېږېږي

آوا
  https://www.avapress.com