دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 209485
ملګري ملتونه: خوارو هېوادونو کې به
ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون د نړۍ په خوارو هېوادو کې د کرونا ویروس خپرېدو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه او اټکل کوي چې په خوارو هېوادو کې به د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له درېیو تر شپږو راتلونکو میاشتو پورې اوج ته ورسېږي
ملګرو ملتونو د همدې لپاره په خوارو هېوادونو کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي او رامنځته کېدونکي بحران لپاره د پنجشنبې په ورځ د څلور میلیارده او ۷۰۰ میلیونه نورو ډالرو غوښتنه وکړه، ترڅو د میلیونونو انسانانو ژوند وژغوري او د کرونا ویروس د خپرېدو مخه په هغو هېوادونو کې ونیسي چې ځپل شوي دي.
دا د هغو دوه میلیارده ډالرو سربېره دي چې مخکې ملګرو ملتونو د مارچ په ۲۵مه، د هغو غوښتنه کړې وه او د دې مرستې نږدې نیمایي یې تر اوسه ترلاسه کړې هم دي.
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو مرستیال مارک لوکوک په یوه بیان کې وویل چې د کرونا ناوړه اغېزې به پر هغو هېوادو زیاتې وي چې ډېر خوار دي.
د ملګرو ملتونو مرستیال مارک لوکوک
د ملګرو ملتونو مرستیال مارک لوکوک
نوموړي زیاته کړه که چېرته سر له اوسه موږ لاس په کار نه شو، نو بیا به دې ته چمتو کېږو چې شخړې به ډېرېږي، لوږه به زیاتېږي او فقر به هم پراخېږي. د ده په وینا قحطۍ تر سترګو کېږي.
اټکل کېږي چې ۶،۷ میلیارده ډالر به د ډسمبر تر میاشتې د بشري مرستو ستونزې هوارې کړي.
دا مرستې د افغانستان او سوریې په ګډون نږدې ۲۰ هېوادونه رانغاړي چې جګړې په‌کې دي.
د ملګرو ملتونو د مرستو په دې نوې غوښتنه کې د پخوانیو اوو هېوادونو ترڅنګ پاکستان، بنین، جیبوتي، لایبریا، فیلیپین، سیرالیون، توګو او زېمبابوې ورزیات شوي دي.
پر دې پیسو به طبي وسایل اخیستل کېږي چې د ناروغانو معاینات وشي او د هغوی په درملنه به پيسې ولګول شي، همداراز به د لاسونو د وینځلو مکروب ضد مواد به اخیستل کېږي، عامه پوهاوي به کېږي او افریقا، اسیا او لاتین امریکا ته به د هوا له لارې بشري مرستې انتقال شي.
ارشیف
 
ملګري ملتونه وایي چې پر دې مرستو چې غوښتنه‌یې شوې ده د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله چې د خوراکي موادو له اقتصادي بحران سره خلک مخامخ کېږي د هغوی غم به خوړل کېږي.
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو مرستیال مارک لوکوک ټینګار کوي چې فوق‌العاده اقداماتو ته اړتیا شته.
د ملګرو ملتونو له اټکل سره سم ښایي د کرونا ویروس له درېیو تر شپږو راتلونکو میاشتو پورې د نړۍ په خوارو هېوادونو کې اوج ته ورسېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdjn0xkyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته