ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون د نړۍ په خوارو هېوادو کې د کرونا ویروس خپرېدو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه او اټکل کوي چې په خوارو هېوادو کې به د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له درېیو تر شپږو راتلونکو میاشتو پورې اوج ته ورسېږي
ملګري ملتونه: خوارو هېوادونو کې به 'کووېد-۱۹' ناروغي اوج ته ورسېږي
د صدای افغان خبری آژانس , 18 ثور 1399 ساعت 14:47
ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون د نړۍ په خوارو هېوادو کې د کرونا ویروس خپرېدو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه او اټکل کوي چې په خوارو هېوادو کې به د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له درېیو تر شپږو راتلونکو میاشتو پورې اوج ته ورسېږي
ملګرو ملتونو د همدې لپاره په خوارو هېوادونو کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي او رامنځته کېدونکي بحران لپاره د پنجشنبې په ورځ د څلور میلیارده او ۷۰۰ میلیونه نورو ډالرو غوښتنه وکړه، ترڅو د میلیونونو انسانانو ژوند وژغوري او د کرونا ویروس د خپرېدو مخه په هغو هېوادونو کې ونیسي چې ځپل شوي دي.
دا د هغو دوه میلیارده ډالرو سربېره دي چې مخکې ملګرو ملتونو د مارچ په ۲۵مه، د هغو غوښتنه کړې وه او د دې مرستې نږدې نیمایي یې تر اوسه ترلاسه کړې هم دي.
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو مرستیال مارک لوکوک په یوه بیان کې وویل چې د کرونا ناوړه اغېزې به پر هغو هېوادو زیاتې وي چې ډېر خوار دي.
د مطلب کود: 209485