دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 209496
د حکومت د کابینې د پرېکړې په اساس په کابل ښار او ولسوالیو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ملکي خدمتونو د ادارو د کارکوونکو رخصتي د روژې تر پایه غځولې.

له یاد شوي کمېسیون څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي «په ګرځېدو او تګ راتګ د محدودیت لګولو د تمدید پرېکړه، د روان کال غويي میاشتې په ۱۳ نیټه، د روژې مبارکې میاشتې ترپایه،  د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په فوق العاده غونډه کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه شوې ده.»
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «د دولتي ادارو او وزارتونو رییسان او عمومي رییسان، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره مکلف دي چې هره ورځ په خپلو کار ځایونو کې حاضر وي. د وزارتونو او ادارو هغه شمېر کارکوونکي چې دندې یې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینې تشخیص کېږي، هم مکلف دي چې د اړوند ادارې د لارښوونې له مخې، دندو ته حاضر شي.»
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د ملکي ادارو د کارکوونکو رخصتي د غوايي د میاشتې تر شلمې نېټې پورې ټاکل شوې وه او اوس په داسې حال کې غځول کېږي، چې د افغانستان دننه د کرونا مثبتې پېښې مخ په لوړېدو دي.
 
https://avapress.com/vdcf11d0vw6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته