دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 209498
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو سیاسي استازو سره یې د افغانستان دروان وضعیت په هکله تیلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو په دغه تیلیفوني اړیکه کې له کرونا وباء سره د مبارزې او بین الافغاني مذاکراتو په ګډون یو لړ موضوعاتو باندې خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.

د «مهر» خبري آژانس د راپور له مخې افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمدابراهیم طاهریان تیره شپه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لوړ پوړو استازو سره د تیلفوني خبرو په ترڅ کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له کرونا وباء سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې ایراني چارواکي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له کرونا وباء سره پر جدي مبارزه ټینګار کوي، ځکه ددوی په خبره دغه سیمې لا له وړاندې نه جنګ ځپلي او د خلکو اقتصادي حالت کمزوری دی.
باید وویل شي چې ښاغلي ابراهیم طاهریان تردې وړاندې کابل ته د سفر په ترڅ کې د ټاکنیزې لانجې د هواري، افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو په هکله یې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره کتلي وو.
ایراني چارواکي په داسې مهال د طالبانو سیاسي استازو سره تیلیفوني خبرې کوي، چې روانه اونۍ د ایراني پولیسو لخوا د افغان کارګرانو شکنجه کول او سیند ته غورځولو له امله طالبانو توند غبرګون ښودلی وو.
طالبانو ددې پېښې د غندلو ترڅنګ له ایراني چارواکو غوښتې وو، چې د ښه ګاونډي توب او اسلامي ورو ګلوۍ له مخې باید افغانانو سره تعامل وکړي او په راتلونکي کې ددغه راز ناوړه پېښو له تکرار څخه مخنیوی وکړي.
 
https://avapress.com/vdchwwni623nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته