خوښ ديک ۰

د پنټاګون اعتراف: پوځ مو تېر کال افغانستان کې تر سلو زیات ملکي وګړي وژلي

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» د نړۍ په بیلابېلو هیوادونو کې د خپل پوځ له لوري عملیاتو په مهال دوژل شوو ملکي وګړو ارقام خپاره کړي، چې تر ټولو لوړه شمېره یې په افغانستان کې ده. ازادي رادیو د پنټاګان له لوري د خپاره شوي راپور په بنسټ لیکلي، چې تېر کال د امریکایي پوځ د بریدونو په مهال په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

راپور کې وړاندې زیاته شوې،  تر ټولو زیاته شمېره ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي، چې شمېر یې ۱۰۸ ته رسېږي.
د امریکا دفاع وزارت ددې تر څنګ خوښي ښودلې، چې تېر کال د ملکي وګړو مرګ ژوبله د نورو کلونو په پرتله کمه وه.
په ورته وخت کې یو شمېر څارونکي بنسټونه د امریکا له لوري د ملکي تلفاتو په خپرو شویو ارقامو شک ښيي، او ادعا لري، چې امریکايي پوځ شاید تر دې زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وي.
د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته نظر دی او وایي، پنټاګون ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر ډېر کم ښیي.
 
پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود: 209499 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *