د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وایي، تر دې دمه د حکومت له زندانونو څخه ۹۳۳ تنه طالب زندانیان خلاص شوي.
له ملي امنیت شورا څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي« د خوشې شويو طالب بندیانو شمیر تر دې دمه ۹۳۳ تنو ته رسیږي چې له دې ډلې ۳۱ تنه تیره ورځ او ۵۲ تنه نور یې وړمه ورځ د څرخي پله له زندان نه خوشې شوي دي.»
طالبانو تر دې وړاندې د خپلو بندیانو د خلاصېدو هرکلی کړی؛ خو د زندانیانو د تبادلې د پروسې د چټکتیا غوښتنه یې کړې او په زندانونو کې یې د کرونا په خپرېدلو اندېښنه ښودلې.
تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او ورسره امریکایي پلاوي له طالب استازو سره خبرې کړې اود طالبانو له لوري د بندیانو پروسې پر چټکتیا او د دوحې د هوکړې په بشپړ عملي کېدو ټینګار شوی.
طالبان وروسته له هغه د خپلو بندیانو په ژر خلاصون ټینګار کوي، چې د حکومت په زندانونو کې کرونا ناروغي خپره شوې، لسګونه مثبتې پېښې یې ثبت شوي او تر دې دمه د یوه طالب بندي د وفات خبر ورکول شوی.
طالبانو ویلي، که بندیانو ته یې زیان ورسېږي؛ پوښتنه به یې وکړي، او سخت غچ به یې واخلي.