طالبانو تر دې وړاندې د خپلو بندیانو د خلاصېدو هرکلی کړی؛ خو د زندانیانو د تبادلې د پروسې د چټکتیا غوښتنه یې کړې او په زندانونو کې یې د کرونا په خپرېدلو اندېښنه ښودلې.
تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او ورسره امریکایي پلاوي له طالب استازو سره خبرې کړې اود طالبانو له لوري د بندیانو پروسې پر چټکتیا او د دوحې د هوکړې په بشپړ عملي کېدو ټینګار شوی.
طالبان وروسته له هغه د خپلو بندیانو په ژر خلاصون ټینګار کوي، چې د حکومت په زندانونو کې کرونا ناروغي خپره شوې، لسګونه مثبتې پېښې یې ثبت شوي او تر دې دمه د یوه طالب بندي د وفات خبر ورکول شوی.
طالبانو ویلي، که بندیانو ته یې زیان ورسېږي؛ پوښتنه به یې وکړي، او سخت غچ به یې واخلي.