په مرسته شوو توکو کې د کرونا تشخیصیه کیټونه، روغتیايي ماسکونه، ترمامیترونه، شیشه یې ماسکونه، د تنفس مصنوعي ماشینونه او نور بیلابیل روغتيايي توکي او وسایل شامل دي، چې د روغتیا وزارت د معین ډاکټر وحیدالله مجروح په په خبره ډیر ژر به له کرونا سره د لازیاتې جدي مبارزې په موخه به اړونده روغتونو باندې وویشل شي.
په افغانستان کې د الغرافه قطري خیریه مؤسسې مسئول شاهدالله جواد وايي، مونږ له تیرو اوو کلونو راهیسې د ښوونې، روغتیا، کرنې، د ځنګلي حیواناتو د نسل ساتنې په ګډون مختلفو برخو کې له افغانستان سره بشري مرستې کوو.
نوموړي دغه راز په فراه ولایت کې د یو مجهز روغتون جوړولو د سروې ترڅنګ ویلي، چې په هېواد کې یې له ۴۰۰۰ اړمنو او قرنطین ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړي دي.
له بل پلوه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اطاق د هیئت مشر سیدزمان هاشمي د چین میشتو افغان سوداګرو لخوا د مرسته شوو روغتیايي توکه د سپارلو پرمهال وویل، چې افغان پانګوالو تراوسه د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د شاوخوا ۳ میلونه امریکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې ویشلي دي.
د قطري الغرافه خیریه مؤسسې او چین میشتو افغان سوداګرو لخوا روغتیا وزارت ته په داسې مهال له کرونا وباء سره د مبارزې په موخه روغتیايي توکي او وسایل مرسته کیږي، چې د تازه شمېرو له مخې په هېواد کې د کرونا وباء ۳۵۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۱۰۶ تنه وفات شوي او ۴۶۸ تنه نور بیا رغیدلي دي.