دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 209509
کورونا وېروس: عمران خان د شنبې له ورځې د محدودیتونو نرمولو اعلان وکړ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د راتلونکې شنبې له ورځې د کورونا وېروس ضد محدودیتونو نرمولو اعلان کړی،‌ خو د تعليمي ادارو د تړلو نېټه يې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې غځولې ده. پاکستاني چارواکي وايي، دې هېواد کې د کورونا ویروس د نورې نړۍ پرتله په دومره چټکۍ نه خپرېږي، ځکه يې په محدودیتونو کې نرمي اعلان کړې. لومړي وزیر عمران خان نن پنجشنبه د قامي رابطه کومېتۍ تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې په دغه هیواد به کې د راتلونکې شنبې له ورځې په محدودیتونو کې نوره نرمي راولي. د نوموړي په خبره پاکستان ددې جوګه نه دی‌ چې په میاشتو میاشتو همدا محدودیتونه وغځوي.

که څه هم دوو ایالتونو سیند او بلوچستان له وړاندې د دغو محدودیتونو نېټې غځولې دي، خو ښاغلی خان بیا وايي، له ټولو ایالتونو سره تر سلا مشورې وروسته يې دا پرېکړه کړې چې له راتلونکې شنبې په محدودیتونو کې نرمي راولي.
لومړي‌ وزیر عمران خان نن ویلي:
"زموږ په هیواد کې هغسې حالات خراب نه شول لکه څنګه چې په اروپايي هیوادونو کې چې تر موږ شتمن هیوادونه دي، د هغوی روغتونونه ډک شول او له ستونزو سره مخ دي. دا د خدای کرم دی چې په پاکستان باندې هغسې فشار رانغی، چې باید موږ ټول يې شکر وکړو. اوس چې موږ دغه پرېکړه کړې‌ چې باید په دې محدودیتونو کې نرمي وکړو،‌ نو دا مو له ټولو ایالتونو سره تر سلا مشورې وروسته کړې. "
 
https://avapress.com/vdcawonuo49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته