دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 209511
د خوست امنیه قومندان د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت منلې ده چې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی پنجشنبه ماسخوتن د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځنیخېلو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی. د خوست والي محمد حلیم فدایي وایي، د چاودنې له امله امنیه قومندان، د هغه سکرتر او دوه ساتونکي وژل شوي. د پولیسو ځایي سرچینې وایي، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ شمبوات سیمه کې د پولیسو پر پوسته جګړه روانه وه چې امنیه قومندان یې ملاتړ لپاره ورتله او د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد. تر اوسه وسلوالو طالبانو یا کومې بلې ډلې د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د خوست والي حلیم فدایي وایي، امنیه قومندان د هغه مکار دوښمن لخوا وژل شوی چې د سولې شعارونه ورکوي.
https://avapress.com/vdcdfn0xfyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته