د افغانستان د کورنیو چارو وزارت منلې ده چې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی پنجشنبه ماسخوتن د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځنیخېلو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د خوست والي محمد حلیم فدایي وایي، د چاودنې له امله امنیه قومندان، د هغه سکرتر او دوه ساتونکي وژل شوي.
د پولیسو ځایي سرچینې وایي، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ شمبوات سیمه کې د پولیسو پر پوسته جګړه روانه وه چې امنیه قومندان یې ملاتړ لپاره ورتله او د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.
تر اوسه وسلوالو طالبانو یا کومې بلې ډلې د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د خوست والي حلیم فدایي وایي، امنیه قومندان د هغه مکار دوښمن لخوا وژل شوی چې د سولې شعارونه ورکوي.