دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 209512
خلیلزاد:

له کورونا سره د مقابلې لپاره مې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

زلمي خلیلزاد وايي، هند او پاکستان ته به له خپلو سفرونو وروسته له طالبانو سره بیا هم د سولې بهیر په لړ کې خبرې روانې وساتي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په دوحه کې یې له طالب استازو سره لیدنه کې په افغانستان کې د کورونا-ویروس کړکېچ د سمبالونې لپاره د بشري اوربند غوښتنه کړې ده.

هغه همداراز د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر ژر پیلېدا ټینګار کړی او د دغه کار لپاره یې د بندیانو د خلاصون چټکېدل او د سولې بهیر د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ډېرېدل اړین بللي.
په همدې لړ کې ښاغلي خلیلزاد پرون له هندي چارواکو سره هم خبرې کړې، چې هغوی د سولې په بهیر کې د ډیلي د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د افغان سولې بهیر کې پرمختګ لپاره د امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، تازه سفرونه په داسې وخت پیل شوي، چې په افغانستان کې د کورونا-ویروس کړکېچ ته د نړیوالې ټولنې اندېښنې په ډېرېدو دي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دوحه کې یې له طالبانو سره لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د کورونا وبا د ښه مدیریت لپاره باید د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سم په افغانستان کې بشري اوربند وشي.
 
https://avapress.com/vdcezo8wwjh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته