په دغه تلیفوني خبرو کې دواړه لوري له کرونا سره په مبارزې، دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړې.
د ایراني او ازبکستاني چارواکو دا خبرې داسې مهال دي، چې په کابل کې د عبدالله او غني سیاسي کړکېچ لا په خپل ځای پاتې دی او تر دې دمه د توافق د وروستي کېدلو څرکونه نه تر سترګو کېږي.
څه موده وړاندې عبدالله ادعا وکړه، چې له اشرف غني سره د اصولو په اړه توافق ته رسېدلی او پر جزئياتو ورسره خبرې کوي؛ خو له هغه وروسته کابو یوه اوونۍ تېرېږي مګر لا هم دواړو لورو هوکړو نه ده کړې.