کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زرګونه هندي پولیس په کرونا اخته شوي

19 ثور 1399 ساعت 9:46

په هندوستان کې په کرونا وبا د زرګونه هندي پولیسو د اخته کېدو خبر ورکوي.

که څه هم د نړۍ په کچه په هندوستان کې تر ټولو سخت ګرځبندیز د ۳ میلونه پولیسو په واسطه پلی شوی، حتی هغه میرمنې او بوډاګان هم د پولیسو لخوا سخت وهل شوي، چې ګرځبندیز ته یې پاملرنه کړې نه ده؛ خو بیاهم کرونا وبا په دغه هېواد کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او تر ټولو زیات د پولیسو سرتیري ورباندې اخته شوي.



د هندوستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو  وایي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې پنځلس (۱۵) زره پولیس سرتیري په کرونا وبا اخته شوي، چې تر ټولو تیزه څپه یې تیره اونۍ وه، په کومه چې په کرونا وبا د اخته پولیسو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.
د پولیسو یو افسر وایی  تر اوسه پورې ۴ پولیس سرتیري له کرونا وبا څخه مړه شوي او په تازه مورد کې ۴۵۰ تنه ورباندې اخته شوي دي.
ګجرات ښار چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي هم په کې اوسیږي تر اوسه د ۱۵۵ پولیسو په کرونا د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.
دا مهال په هندوستان کې شاوخوا ۵۰ زره کسان په کرونا وبا اخته دي، چې له دغې ډلې ۱۵ زره تنه یې د پولیسو سرتیري دي، ددې کسانو له جملې څخه تر اوسه د ۱۶۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
 


د مطلب کود: 209515

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209515/زرګونه-هندي-پولیس-په-کرونا-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com