دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 209516
د اشرف غني د پخواني لومړي مرستیال «عبدالرشید دوستم» په مشري د جنبش ګوند هیله لري، چې د عبدالله او غني تر منځ په احتمالي کېدونکي توافق کې به دوستم ته د مارشالي رتبه ورکړل شي. د جنبش ګوند ویاند «بشیر احمد تهینج» طلوع نیوز ته ویلي، د عبدالله او دوستم د توافق په برخه کې نوي او هیله بښونکي خبرونه په لاره دي او موږ تمه لرو، چې د جنرال دوستم واکونه به هم پکې مشخص شي. نوموړی زیاتوي «مارشالي، کېدونکي ده او زه وار له مخه تاسو ته مبارکي درکوم او ښه خبرونه په لاره دي، او انشاالله په راتلوونکو ورځو کې تاسې په جریان کې اچوو.»

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله ویاند «امید میثم» وایي، چې توافق په وروستي کېدو دی او تمه ده مونږ به معقول حکومت ولرو «هیله لرو چې په راتلوونکو ورځو کې موږ د دغه هوکړه لیک د وروستي کېدو شاهد واوسو، چې د هغه پر بنسټ ټول ګډونه حکومت رامنځته شي او دا حکومت ملي او نړیوال معقولیت ولري.»
د عبدالله او غني تر منځ د معاملې خبرونه داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د کابل د سیاسي کړکېچ د هواري په برخه کې د حکومت د نړیوالو ملاتړو له لوري فشارونه زیات شوي او تر ډېره عبدالله هڅول کېږي، څو روان اختلاف ته د پای ټکی کېږدي.
په ورته وخت کې داسې خبرونه هم شته، چې ښيي، د عبدالله په ملاتړو کې د نظر اختلاف رامنځته شوی، ځیني له اشرف غني سره په کېدونکي هوکړه خوښ دي؛ خو ځیني نور بیا د ټاکنو لغوه کېدل اړین بولي.
 
https://avapress.com/vdciz3arqt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته