د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په دې لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار او دهلي کې د امریکا سفیر هم شتون درلود، خلیلزاد د افغان سولې په اړه تازه معلومات وړاندې کړل او له افغانستان سره يې په اقتصادي، بشري او بیارغنیزو برخو کې د هند مرستې وستایلي او د افغانستان د ثبات لپاره یې اړینې یادې کړې.»
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې هند افغانستان کې د سولې، ثبات، دیموکراسي، امنیت او په افغان ټولنه کې د لږکیو د حقوقو د ساتنې په موخه خپله مرسته او ملاتړ روان ساتي او تر څنګ یې د سمدستي اوربند غږ کوي، څو افغانان له کرونا سره اغېزناکه مبارزه وکړای شي.
د خبرپاڼې په بنسټ، هند غږ کړی، چې په افغانستان کې د تشدد د پای ته رسولو او سولې د راتګ لپاره اړینه داده، چې د «ترورستانو» خوندي ځایونه له منځه یووړل شي.
په ورته وخت کې یو شمېر هندي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې له خلیلزاد سره د ناستې په مهال هندي چارواکو اندېښنه ښودلې، چې په پاکستان کې د «ترهګرو» پټنځایونه د افغانستان دننه د تشدد د زیاتوالي لامل شوي.
خلیلزاد داسې مهال هند ته سفر کوي، چې تر دې یوه ورځ وړاندې یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» او ورسره استازو سره لیدلي او ویل کېږي، د دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه خبرې شوې.