د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د عامې روغتیا وزرات ویاند وحید الله مایار وایي، ښاغلي فیروز الدین فیروز له تېرو څو ورځو راهیسې د کرونا نښې درلودې چې د پنجشنبې په ورځ یې پایله مثبته راووتله.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی
20 ثور 1399 ساعت 8:38
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د عامې روغتیا وزرات ویاند وحید الله مایار وایي، ښاغلي فیروز الدین فیروز له تېرو څو ورځو راهیسې د کرونا نښې درلودې چې د پنجشنبې په ورځ یې پایله مثبته راووتله.
مایار زیاتوي، د عامې روغتیا وزیر اوسمهال په خپل کور کې قرنطین شوی خو روغتیایي وضعیت یې له اندېښنې بهر دی.
ویل کیږي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په لړ کې فیروز الدین فیروز بېلا بېلو روغتیایي مرکزونو ته تګ راتګ درلود، چې ښایي د همدې فعالیتونو په لړ کې په کرونا ویروس اخته شوی وي.
دا لومړی وار دی چې د عامې روغتیا وزارت یو غړی یا جګپوړی چارواکی په کرونا ویروس اخته کیږي.
له دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی و چې په ارګ کې له شلو زیات کاروکوونکي په کرونا اخته شوي، دغه راز د مشرانو جرګې غړو کې هم د کرونا ویروس مثبتې پایلې لیدل شوې وې.
اوسمهال په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې ۳۵۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۱۰۶ کسان مړه شوي او ۴۶۸ تنه بیرته روغ شوي دي.
د مطلب کود: 209518