د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» قطر ته د خپل تازه سفر په مهال د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره لیدلي او په یوه «اوږده ملاقات» کې یې د اورکم، اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه ورسره خبرې کړې.
خلیلزاد له ملا برادر اخند سره په اوربند، اورکم او د بندیانو په تبادلې غږېدلی
19 ثور 1399 ساعت 9:55
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» قطر ته د خپل تازه سفر په مهال د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره لیدلي او په یوه «اوږده ملاقات» کې یې د اورکم، اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه ورسره خبرې کړې.
خلیلزاد په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي « له ملا برادر اخند او ورسره ټیم سره مو په دوحه کې یو اوږد ملاقات درلود. د اورکم، د بندیانو د تبادلې د چټکتیا او له کرونا سره د مبارزې او ګډې مقابلې په موخه د نړیوالو له لوري د غوښتل کېدونکي اوربند په اړه مو خبرې وکړې.»
د خلیلزاد په خبره، ددې تر څنګ مو د افغان سولې له پروسې د نړیوال او سیمه ییز ملاتړ، د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل او «په خوست کې د تښتول شوي امریکایي» مارک فیریکس د خلاصون او حفاظت په اړه خبرې وکړې.
د مطلب کود: 209519