دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 209519
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» قطر ته د خپل تازه سفر په مهال د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره لیدلي او په یوه «اوږده ملاقات» کې یې د اورکم، اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه ورسره خبرې کړې.

خلیلزاد په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي « له ملا برادر اخند او ورسره ټیم سره مو په دوحه کې یو اوږد ملاقات درلود. د اورکم، د بندیانو د تبادلې د چټکتیا او له کرونا سره د مبارزې او ګډې مقابلې په موخه د نړیوالو له لوري د غوښتل کېدونکي اوربند په اړه مو خبرې وکړې.»
د خلیلزاد په خبره، ددې تر څنګ مو د افغان سولې له پروسې د نړیوال  او سیمه ییز ملاتړ، د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل او «په خوست کې د تښتول شوي امریکایي» مارک فیریکس د خلاصون او حفاظت په اړه خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcb89b59rhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته