کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په هرات کې د حکومت مهم زندانیان خوشي کړي

19 ثور 1399 ساعت 9:58

د طالب او حکومتي زندانیانو د تبادلې په دوام، طالبانو په هرات ولایت کې د حکومت زندانیان خوشي کړي.
د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون یوه تن مسئول وویل، چې د پنجشنبې په ورځ د حکومت له لوري له بګرام زندان څخه ۷۰ تنه طالب زندانیان او د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې د حکومت ۱۷ بندیان خلاص شوي.



د سرچینې په خبره، د طالبانو له لوري خلاص شوي اووه لس تنه تېر کال په بادغیس ولایت کې نیول شوي او حکومت ته مهم وو، چې د هغوی له لوري په سپارل شوي لست کې یي ځای درلود او په بیا، بیا یې د حکومت له لوري د خلاصېدو غوښتنه هم کېده.
د طالبانو له لوري د حکومت د زندانیانو د خلاصون خبرونه داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې حکومت ادعا کړې وه، طالبانو له ورسپارل شوي لست سره سم زندانیان نه دي خلاص کړي.
طالبانو د حکومت دا ډول ادعاوې رد کړې او په هیواد کې د کرونا له  خپرېدو او زندانونو ته ددې وژونکې ناروغۍ له سرایت سره هم مهاله یې د زندانیانو د تبادلې پروسې پر چټکتیا ټینګار زیات کړی.
بل لور ته حکومت که څه هم د زرګونو جنايي بندیانو د خلاصون امر ورکړی، خو وایي، تر پنځلس سوه زیات طالب زندانیان نه خوشي کوي او طالبان باید د همدومره اندازه زندانیانو له خلاصون سره هم مهاله له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.
 


د مطلب کود: 209520

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209520/طالبانو-په-هرات-کې-د-حکومت-مهم-زندانیان-خوشي-کړي

آوا
  https://www.avapress.com