دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 209520
طالبانو په هرات کې د حکومت مهم زندانیان خوشي کړي
د طالب او حکومتي زندانیانو د تبادلې په دوام، طالبانو په هرات ولایت کې د حکومت زندانیان خوشي کړي. د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون یوه تن مسئول وویل، چې د پنجشنبې په ورځ د حکومت له لوري له بګرام زندان څخه ۷۰ تنه طالب زندانیان او د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې د حکومت ۱۷ بندیان خلاص شوي.

د سرچینې په خبره، د طالبانو له لوري خلاص شوي اووه لس تنه تېر کال په بادغیس ولایت کې نیول شوي او حکومت ته مهم وو، چې د هغوی له لوري په سپارل شوي لست کې یي ځای درلود او په بیا، بیا یې د حکومت له لوري د خلاصېدو غوښتنه هم کېده.
د طالبانو له لوري د حکومت د زندانیانو د خلاصون خبرونه داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې حکومت ادعا کړې وه، طالبانو له ورسپارل شوي لست سره سم زندانیان نه دي خلاص کړي.
طالبانو د حکومت دا ډول ادعاوې رد کړې او په هیواد کې د کرونا له  خپرېدو او زندانونو ته ددې وژونکې ناروغۍ له سرایت سره هم مهاله یې د زندانیانو د تبادلې پروسې پر چټکتیا ټینګار زیات کړی.
بل لور ته حکومت که څه هم د زرګونو جنايي بندیانو د خلاصون امر ورکړی، خو وایي، تر پنځلس سوه زیات طالب زندانیان نه خوشي کوي او طالبان باید د همدومره اندازه زندانیانو له خلاصون سره هم مهاله له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.
 
https://avapress.com/vdcdxn0xzyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته