دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 209532
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، (جمعه) او (پنجشنبه) یې په لویدیځ هرات ولایت کې ۴۸ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد کړي دي. سهیل شاهین په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه داسې لیکلي: «د افغانستان د اسلامي امارت د بندیانو کمیسیون د کابل ادارې د بندیانو د خلاصون په سلسله کې، پرون او نن د هرات په ولایت کې ۴۸ تنه عسکر خوشې کړل. هریوه تن ته یې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړې.»
نوموړی زیاتوي، د بندیانو د خلاصون دغې لړۍ ته په راتلونکي کې هم دوام ورکوي: «دا سلسله به په راتلونکې کې هم دوام لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د طالبانو د بندیانو د چارو کمیسیون  د پنجشنبې په ورځ یې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې ۱۷ تنه هغه دولتي عسکر له خپلو زندانونو خوشې کړي، چې دولت یې خلاصون ته ډیر لیوال ؤ.
په ورته مهال د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم تایید کړه، چې پرون د پنجشنبې په ورځ د طالبانو لخوا خوشې شوي ۱۷ تنه دولتي بندي عسکر ورته سپارل شوي دي.
د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بندیانو د تبادلې پروسه په داسې مهال یوځل بیا په حرکت کې راځي، چې طالبانو د خپلو بندیانو نه خوشې کولو او نورو سرغړونو له امله امریکايي چارواکي د سولې توافقنامې په عملي کولو کې د پاتې راتلو له امله سخت ملامت کړل او خبرداری یې ورکړ، که چیرې ددوی بندیانو ته د کرونا وبا له امله زیان ورسیږي مسئولیت به یې د امریکا او د «کابل ادارې» په غاړه وي.
د طالبانو له دغه خبرداري وروسته امریکايي استاځی زلمی خلیلزاد یوځل قطر او د سیمې هېوادونو ته په سفر راوتلی، ترڅو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې لاسلیک شوي تړون له مخې د بندیانو د تبادلې پروسه چټکه او بین الافغاني مذاکرات ژر پیل شي.
 
https://avapress.com/vdcgwy9xxak9zn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته