وروسته له هغه، چې طالبانو د حکومت او نړیوالو ملاتړو له لوري یې د اوربند غوښتنه رد کړه؛ اروپايي اتحاديې ویلي، که د اوربند غوښتنې ته یې مثبت جواب ونه ویل شي، په سخت وخت کې به همکاري ونکړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديي استازي «رونالډ کوبیا» پر ټویټر لیکلي «اروپایي اتحادیې په بیا، بیا د افغانانو لپاره د بشري اوربند غوښتنه کړې. له موږ سره په دې برخه کې د همکارۍ ردول به په داسې یو وخت کې موږ له همکارۍ راوګرځوي، کله چې زموږ د سیاسي او مالي مرستې اړتیا تر سترګو کېږي.»