دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 209534
وروسته له هغه، چې طالبانو د حکومت او نړیوالو ملاتړو له لوري یې د اوربند غوښتنه رد کړه؛ اروپايي اتحاديې ویلي، که د اوربند غوښتنې ته یې مثبت جواب ونه ویل شي، په سخت وخت کې به همکاري ونکړي. د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديي استازي «رونالډ کوبیا» پر ټویټر لیکلي «اروپایي اتحادیې په بیا، بیا د افغانانو لپاره د بشري اوربند غوښتنه کړې. له موږ سره په دې برخه کې د همکارۍ ردول به په داسې یو وخت کې موږ له همکارۍ راوګرځوي، کله چې زموږ د سیاسي او مالي مرستې اړتیا تر سترګو کېږي.»

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې طالبانو د حکومت او نړیوالو ملاتړو له لوري یې د اوربند وړاندیز «غیرمعقول» وباله او رد یې کړ.
طالبانو وویل، په دوحه کې ددوی او امریکا تر منځ شوې توافقنامه که عملي شي، د افغانستان جګړه ورسره پای ته رسېږي او افغانان سولې ته رسولای شي، نو ځکه باید د اوربند د غوښتنې په ځای د یادې توافقنامې د عملي کېدو په وړاندې پراته خنډونه له منځه یووړل شي.
 
https://avapress.com/vdcip3ar5t1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته