دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 209535
د کندهار والي حيات الله حيات په کرونا ويروس اخته شوی دی. د کندهار ولایت مقام تایید کړې چې د دغه ولایت والي حیات الله حیات او یو شمیر ساتونکي یې په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

‏د سرچينې په وینا والي او د هغه یو شمیر ساتونکو نن د کرونا ناروغۍ د معلومولو لپاره خپل روغتيايي سيمپلونه د کندهار حوزې لابراتوار ته ورکړي وه چې نتيجه يې مثبته راوتلې ده.
دا په داسې حال ده کې چې تېره ورځ د عامې روغتيا وزارت وزير فيروز الدين فيروز هم په کرونا ناروغۍ اخته شوی و.
دغه راز په ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کې هم ګڼ شمېر چارواکو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې مهاله په کندهار ولايت کې د کرونا ۴۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۹ کسان مړه شوي او ۲۱ بيرته روغ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjthe8iuqeyiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته