د پاکستان د پوځ لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدلي او د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان سولې په اړه ورسره غږېدلی.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې باجوه او خلیلزاد په دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز امنیت او د افغانستان د بیارغونې د پروسې په اړه غږېدلي.
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې خلیلزاد د سولې په برخه کې د پاکستان رول او هڅې ستایلې او باجوه بیا ویلي، چې له افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او همدا ملاتړ د پاکستان د ښه نیت څرګندونه کوي.