کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: هند دې خپلې اندېښنې له طالبانو سره مخامخ شریکي کړي

20 ثور 1399 ساعت 8:57

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، اوس وخت رارسېدلی، چې هند له طالبانو سره مخامخ ډیالوګ ته ننوزي او خپلې اندېښنې په مستقیم ډول له هغوی سره شریکې کړي.



خلیلزاد دغه څرګندونې دهلي ته د خپل وروستي سفر په مهال له «دي هندو» ورځپاڼې سره د مرکې په مهال کړي، نوموړي ویلي، چې هند د افغانستان په بیارغونه کې اړین رول درلودلی او اوس اړتیا ده، چې د افغان سولې په پروسه کې هم فعال پاتې شي او له طالبانو سره مخامخ خبرو ته ننوزي «هند له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او ددې هیواد په بیارغونه کې پاتې شوی، خو د سولې په پروسه کې یې هومره دلچسپي نه ده ښودلې، هند باید فعال رول ولوبوي او دا ډېره اړینه ده، چې هند او طالبان له یو بل سره مخامخ خبرې وکړې او هند د تروریزم او نورو برخو اړوند خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي.»
نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې، چې « هند تر دې وړاندې له طالبانو سره مخامخ خبرې رد کړې، تاسو په نوې ناسته کې د طالبانو او هند په مخامخ خبرو بحث کړی که نه؟» ویلي « دا پرېکړه چې هند له طالبانو سره مخامخ خبري کوي یا نه، په هند پورې اړه لري، خو ددوی دواړو تر منځ ډیالوګ اړین دی. په افغانستان کې د هند ښکېلتیا باید یوازې د افغانستان تر حکومت پورې محدوده نه وي؛ بلکې له ټولو سیاسي لوبغاړو، افغان ټولنې، او مهمو سیاسي قوتونو سره باید اړیکې ولري، چې په مټ يې کېدای شي، هند په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو ښه ځای خپل کړي. هند په افغانستان کې مهم قوت دی او دا به غوره وي، چې له طالبانو سره په خبرو کې مخامخ شي.»
خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا تړون یوه مهمه لاسته راوړنه بللې او له افغان سولې یې د نړیوالو ملاتړ اړین بللی، چې دده په خبره، هند او پاکستان په دې برخه کې مهم ځای لري « کله چې د افغانستان د سولې په اړه خبره کوو، د هند، پاکستان او نړیوالې ټولنې ملاتړ په دې برخه کې اړین دی. زه فکر کوم، چې د افغانستان سوله د دواړو هیوادونو لپاره  سیاسي، اقتصادي او رغنیزې ګټې له ځانه سره لري او سیمه نوره هم سره نږدې، او همغږې کولای شي. دا به د هند او پاکستان په ګډون د ټولو هیوادونو لپاره ګټور وي، چې په دې پروسه کې ښکېل شي.»
د خبریال ددې پوښتنې په جواب کې چې «هند کې اندېښنې ښيي، چې په افغانستان کې د پاکستان له ملاتړه برخمنې داسې ډلې شتون لري، چې هند هدف ګرځولای شي؛ خو د طالبانو او امریکا تر منځ تړون کې یادې شوي نه دي؟»  خلیلزاد ډاډ ښودلی، چې طالبانو ورسره ژمنه کړې، له «القاعده» او نورو ټولو «ترورستي» ډلو سره به اړیکې شلوي او نه به پرېږدي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد استعمال شي.
یاده دې وي، دا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو لوړپوړی ډيپلوماټ هند له طالبانو سره مخامخ خبرو ته هڅوي.
هند چې په سیمه کې د کابل حکومت تر ټولو نږدې او ستراتيژیک ملګری یادېږي، تر دې دمه یې نه د سولې په پروسه کې دلچسپې ښودلې او نه یې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زړه ښه کړی، بلکې پر ځای یې له حکومت سره مرستې روانې ساتلې او وخت ناوخت یې د بشري مرستو تر څنګ نظامي مرستې هم ورته رسولې.
څه موده وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» د هندي شنونکو یوه ویډیويي کنفرانس ته وویل، چې طالبان د سیمې له هیوادونو سره غوره او د متقابل احترام په اصولو ولاړې اړیکې غواړي او هیڅکله به اجازه ورنکړي، یو څوک  د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد وکاروي.
شنونکي په دې باور دي، چې هند او طالبان په دې وروستیو کې د یو بل لور ته ګامونه اخلي او دا کار هغه تورونه بې بنسټه ثابتوي، چې ګواکي طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي.
 


د مطلب کود: 209538

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209538/خلیلزاد-هند-دې-خپلې-اندېښنې-له-طالبانو-سره-مخامخ-شریکي-کړي

آوا
  https://www.avapress.com