محمد اشرف غني وايي د سولې او اوربند له پرلپسې او نړیوالو غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو له جګړې لاس نه دی اخیستی.
طالبانو د افغانانو له وژلو لاس نه دی اخیستی- اشرف غني
د صدای افغان خبری آژانس , 20 ثور 1399 ساعت 9:23
محمد اشرف غني وايي د سولې او اوربند له پرلپسې او نړیوالو غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو له جګړې لاس نه دی اخیستی.
ښاغلي غني د جمعې په ورځ مۍ۸ (غويي۱۹) د خوست د امنیې قومندان سید احمد بابازي وژل کېدل په سختو ټکو وغندل.
هغه د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې له خپل سکرتر او یو بل پولیس سره یو ځای ووژل شو. طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی دی.
د ارګ اعلامیه د غني له قوله لیکلي دي:"هیوادوالو او نړیوالې ټولنې کرونا ویروس سره د موثرې مبارزې او تلپاتې سولې د تامین په موخه بار بار طالبانو ته د بشري اوربند منلو وړاندیز وکړ، خو له بده مرغه طالبانو لا هم له جګړې او د افغانانو له وژلو لاس نه دی اخیستی، هیله ده چې بشري اوربند ومني."
د خوست له دغې پېښې وروسته د خوست والي حلیم فدايي په خپل ټویټر کې ولیکل چې د طالبانو د ماتولو یوازینۍ لار د هغوی سره جدي او بالمثل عمل کول دي.
د مطلب کود: 209540