د کندهار د والي په دفتر کې یوې سرچینې ویلي چې د کندهار والي حیاتالله حیات په کرونا ناروغۍ اخته شوی.
سرچینه: د کندهار والي او ځیني ساتونکي یې په کرونا ویروس اخته شوي
د صدای افغان خبری آژانس , 20 ثور 1399 ساعت 9:36
د کندهار د والي په دفتر کې یوې سرچینې ویلي چې د کندهار والي حیاتالله حیات په کرونا ناروغۍ اخته شوی.
سرچینې چې نهيې غوښتل نومیې خپور شي، پرون ماخوستن ازادي راډیو ته دا خبر تأييد کړی چې د ښاغلي حیات ترڅنګ د هغه یو شمېر ساتونکي هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د سرچینې په وینا والي او د هغه یو شمېر ساتونکو د جمعې په ورځ د کرونا ویروس معاینات د کندهار حوزې لابراتوار ته ورکړي وو چې د شپې ناوختهيې نتيجه مثبته راپور شوه.
په کندهار کې د ازادي راډيو د خبريال د راپور له مخې تر اوسه په دې ولایت کې ۴۸۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د مطلب کود: 209545